د محرم الحرام دلسمی ( عاشورا) د رارسیدو په مناسبت

comments 0

د افغانستان د متحدو علما وشورا اعلامیه!

د محرم الحرام د لسمی (عاشورا) د رارسیدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو په ځاګړی توګه د افغانستان کړیدلی ولس ته تسلیت وایو:

متدینو هیوادوالو:

یوځل بیا د محرم الحرام د مبارکی میاشتی د را رسیدو په درشل کی قرار لرو، هغه میاشت چی مسلمه امت ته ځانګړی اهمیت او ارزښت لری دا ځکه چی د محرم الحرام لسمه ( عاشورا) هغه پیښه وه کوم چی د تاریخ په زړه یعنی در کربلا په سیمه کی رامنځته شوي چی هیریدل یی ناشونی دي او تل باید د ظلم او ناروا بر وړاندی پاڅون وشی تر څو ظلم اوستم په ټولیزه توګه له منځه ولاړ شی.

د کربلا پیښه د بشر په تاریخ کی بی ساری پیښه وه کوم چی امام حسین (ع) د خپلو (۷۲) تنو یارانو او ملګرو سره یوه ستره حماسه رامنځته کړه چی حتی په یادول یی د حسینی نهضت عظمت د انسان په ژوندانه ښه اغیزه کولای شي او د هغوی مبارزاتو او حرکتونه کیدای شي د بشر د ژوندانه الګو وی.

عاشورا یوه پیښه نه بلکی د باطل پر وړاندی د حق او عدالت غوښتنه ده، هغه غوښتنه چی د اسلام دسپیڅلی دین له تل (متن) نه یی وده کړی، عاشورا په زمان او جغرافیا پوری محدوده نه ده بلکه همیشه دظلم او ستم په وړاندی د پاڅون او مبارزه ده.

قدرمنو هیوادوالو: تاسو پوهیژی چی ترهګری ډلی د خپلو نورو مظالمو په څیر پدی هڅه دي ترڅو له هري شوني لاري د افغاانستان د مسلمان ولس په منځ کی دشیعه او سنی تر نامه واټن رامنځته کړی او مذهبی اختلافونو ته لمن وهی او غواړی چی د خپلو لاسپوڅو په واسطه زموږ مسلمان ملت له شانه په توره ووهی، حا داچي د افغانستان میړنی ولس پّ رشتنی توګه پدی پوهیږی چی امام حسین حضرت محمد (ص) لمسی د نړی د ټولو مسلمانانو پیامبر او د اسلام د څلورم خلیفه حصرت علی رض نازولی زوی وو.

خو الحمدالله نن زموږ ولس ته هرڅه روښانه شوي او د دښمنانو دسیسی او توطیی یی په پوره توګه درک کړی او پرته له کوم ژبنی او قومی تپیر نه دعاشورا په مبارکو مراسمو که ګډون کوي او د دښمنانو هیلی او امیدونه یی په اوبو لاهو کړی.

خو سره لدی هم چي د دښمنانو له مکر او حیله ګری نه آګاه یو خو بیاهم باید ددی مراسمو په تر سره کولو کی پوره احتیاط او هوشیاری نه کار واخلو او هغو ډلو او تپلو ته اجازه ورنکړو تر څو د شیعه او سنی تر نامه د افغانانو په مینځ کی دبی اتفاقی او بیلونی تخم وشیندی او ټول باید د ملی یووالی تر چتر لاندی پدی مراسمو کی ګډون وکړو.

بله دا چی تر اوسه پوری هم زمونږ هیواد او ولس د کرونا وژنکی ویروس له ګواښ سره مخ دی نو د حسینی له ټولو عزادارانو او هیوادولو څخه مو تمه داده چی په دغو مراسمو کی روغتیایی لارښوونی هم له پامه ونه غورځوي.

د ټولی نړۍ د مسلمانانو په خاصه توګه د افغانستان متدین ولس د سعادت او بریا په هیله.

و من الله التوفیق

Comments