د ماین چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش – وردک: د ملکي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل په دې اړه وويل چې دا چاودنه د سيد اباد ولسوالۍ د تنګي درې اړونده سيمه کې رامنځته شوې ده.
د منګل په خبره، په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
منګل وايي، په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د نوموړي په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د هغوى روغتيايي حالت په اړه يې معلومات نه درلودل. تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments