د ماکارونیو پخول په اسانه طریقه

comments 0

اړین توکي:
1. ماکارونی ۱بسته.
2. بادنجان رومی ۳ عدد.
3. رب ۱ قاشوغه کوفته شوې.
4. غوښه ۲۰۰ گرامه.
5. پیاز ۱ عدد.
6. اوږه ۲ غوزې.
7. کشنیز ،مالګه او مرچک د اړتیا په اندازه.
د پخولو طریقه: په یو لوښي کې اوبه او لږ مالګه واچوئ او په تودوخه یې کېږدې تر څو وخوټیږي. وروسته ماکاروني پکې اضافه کړئ او د ۵ تر لسو دقیقو لپاره یې پرېږدئ تر څو ماکاروني په اوبو او مالګه کې وخوټیږي وروسته یې له سړو اوبو سره آبکش کړي او پرې ږدئ تر څو اضافي اوبه یې ونینیږې.
په یو تخم پز کې یوه اندازه غوړي واچوئ او په متوسطه تودوخه یې کیږدي تر څو سره شي ، پیاز اوږه ټوټه ټوټه کړۍ او په غوړیو کې یې واچوئ تر څو نرم شي وروسته غوښه ور اضافه کړۍ تفت ورکړۍ تر څو د غوښې رنګ تغیر وکړي او سره شي .
وروسته رومي بادنجان ټوټه ټوټه کړئ او د رب ، مالګئ او مرچکو سره یې په ماکارونیو کې اضافه کړۍ وروسته آبکش شوي ماکارونو له یو اندازه ګشنیزو سره ور اضافه کړۍ په آرامه تفت ورکړۍ تر څو په ښه توګه ترکیب شي. وروسته له پخلي یې په غابونو کې را وباسۍ او نوش جان یې کړئ

Comments

Leave a Reply