د مالټې خوړلو ګتې

comments 0

روغتیاپوهان توصیه کوي چې په ژمي کې باید له ویتامین لرونکو خوړو او میوو استفاده وکړو.
څیړنې ښیي چې ویټامین بي (Vitamin B) او ویټامین سي (Vitamin C) د ژمي په موسم کې انسان له مختلفو ناروغیو او میکروبونو څخه ژغوري.
روغتیایي کارپوهان وایي چې د ویتامین لرونکو میوو له ډلې مالټه هم ده چې د ژمي په موسم کې په پراخه کچه پیداکیږي او خلک یې هم خوښوي، همداراز د روغتیا له پلوه هم خورا اغیزمنه او مفیده میوه ده.
مالټې
مالټه د ویتامین c په درلودلو سره خورا زيات معدني مواد او یوه اندازه A – B ویتامینونه هم لري.
مالټه د کلسيم، فاسفورس، اوسپنې په درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او د بدن د دفاعي قوت له پاره ګټوره میوه بلل کیږي.
همداراز په مالټه کې په زیاته کچه پروتين او قند وجود لري چې انسان ته پیاوړتیا او سکون وربښي.
دغه میوه د پوستکي د ښکلا او د سترګو د نظر په پیاوړي کولو کې هم رول لري.
تیرکال د برطانیې د «ريډينګ» پوهنتون روغتیا پوهانو د یوې څیړنې پر اساس ویلي و، چې په ورځنۍ توګه د مالټې په خوړلو سره د مغزو په وړتیا کې هم نا اشنا زیاتوالی راځي
روغتیاپالان وایي چې، په مالټه کې د «فلووینویډز›› په نوم کیمیاوي ماده په زیاته اندازه شتون لري چې د مغزو د پوهیدلو او معلوماتو د زیرمتون یوې مهمې برخې ’هیپو کمپس‘ پورې د سیګنال او پیغام رسولو پروسه پياوړي کوي.
مالټه
بل پلو د دې میوې پوستکي هم بې ګټې نه دي، روغتیایي پوهان وایی، چې د مالټو پوستکي د يو ډول ګازي توکو په لرلو سره مکروبي ضد خاصيت لري، چې د مکروب ضد مرهمو، د ښکلا، د مختلفو محلولونو د جوړولو او د طبي شربتونو د ښه بوي له پاره تيري کار اخيستل کيږي.

Comments