د مالټـې کـیک د پخـولـو لاري چاري

comments 0

د اړتيا وړ توکي:
1. 3 دانې هګۍ .
2. یوګیلاس شېدې .
3. یو ګیلاس غوړي .
4. یو نیم ګیلاس بوره .
5. 2 کاچوغي دبګینګ پوډر .
6. 3 ګیلاسه سپین اوړه .
7. یوه دانه مالټه.
د جوړلو چاري :
په یوه لوښي کي هګۍ ماتی کړﺉ یوګیلاس شیدی، یو ګیلاس غوړي او یونیم ګیلاس بوره سر ګډ کړﺉ دوې کاچوغی دبیګینګ پوډر او یوه دانه مالټه دپوستکی سره په خلاط )د يوځای کولو ماشين( کی واچوی چی ښه اوبه سي بیابه ټوله سره ګډ کړﺉ، وروسته به جوړشوي مواد په خلاط کی واچوی کله چی ښه سره ګډ سول بيا به په دغه موادو وړه ګډکړﺉ او ویې لړی چی سره يوځای سی ، اوس به نو دکیک پخلو قالب په غوړو غوړ کړی او هغه جوړ سوی مواد به پکښی اوار کړی داش به ولګوی کله چی داش ښه ګرم سو دکیک قالب پکښی کښیږدی او د داش پورتنی خوا به ولګوی، کیک ته به ګوری کله چی دکیک شاوخوا حیصه لږ سره سی وروسته به د داش لوړه حیصه ولګوی چی دکیک پورتنی حیصه هم پخه سی کیک به دداش څخه راوباسی چی سوړ سی ستاسو په خوښی سره به یې ټوټې ټوټې کړﺉ.

Comments