د ماليې وزارت یو مدیر په بند محکوم شو

comments 0

هندوکش – کابل: د اداري فساد پروړاندې د مبارزې ځانګړې محکمې د ماليې وزارت یو مدیر په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم او دوه نیم سوه زره افغانۍ نغدي جریمه کړ.

د نیاز محمد په نوم د ماليې وزارت اړوند یوې تصدۍ مدیر و چې د نولس میلیونه افغانیو د فساد تور پرې پورې شوی و.

د نیازمحمد دوسیه کې ثبت شوي و چې څلور کاله وړاندې یې له یوې خصوصي مطبعې سره د یوې افغانۍ کارت په نهه ویشت افغانۍ حساب کړی و چې ټولې پکې نولس میلیونه افغانۍ حیف و میل شوې وې.

تورن کس بیا خپل روغتیایي وضعیت سم نه باله او له محکمې یې غوښتنه درلوده چې برات ورکړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments