د مارجې بریالي عملیات

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۱۳ ورځني عملیات پایته ورسیدل.
د ۲۱۵ میوند قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال عبدالرازق هوتک وایې، عملیاتو کې یې ۴۷ وسله وال طالبان وژلي او ۱۴ نور يې ټپيان کړي دي.
د هوتک په خبره، د عملیاتو پرمهال ۲۹۵ کړۍ ماینونه هم انجنیري ډلې له منځه وړي دي.
په دې عملیاتو کې ۳ عرادي موټر او ۳ د ماینونو د جوړولو کارخاني، د طالبانو مهم مرکزونه هم لمنځه وړل شوي دي.
د طالبانو ویاندویان بیا په دیارلس ورځنیو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments

Leave a Reply