د لیبیا پلازمینه طرابلس کې انتحاري 23 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

هندوکش – لیبیا: د اسلامي دولت ډلې يا داعش د ليبيا د بهرنيو چارو وزارت پر ودانۍ د پرونۍ حملې مسووليت واخيست.
په پلازمېنه طرابلس کې د دې حملې په نتيجه کې ٣ کسان ووژل شول او شا و خوا ٢٠ تنه نور ټپيان شول.
پرون د سې شنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» حمله په يوې موټربم چاودنې پيل شوه، وروسته درېيو وسله‌والو ډزې پيل کړې او هڅه يې وکړه ودانۍ ته ننوځي.
دوه حمله کوونکي د وزارت ودانۍ ته په ننوتلو او هلته په ځان پورې د تړلو منفجره موادو په چوولو بريالي شول، خو درېيم تن له امنيتي ساتونکو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.
د سايټ «SITE» په نوم استخباراتي ډله چې د افراطي سازمانونو انلاين فعاليتونه څاري، وايي داعش د دې حملې مسووليت منلى دى.
په ليبيا کې د ملګرو ملتونو مرستندوى ماموريت دغه حمله غندلې ده.
محمد حنیف بیدار

Comments