د لوی جرګې منظره / نعمان دوست

comments 0

د کابل ښآر په دې علمي سیمه کې تازه د وسلو خولې بندې شوې وې او نور یې سکروټې نه استفراغولې، خو سیمې د یوې وحشتناکې او اوږدې جګړې کیسې کولې. داسې کیسې چې هم به راوي سلګیو ونیو او هم اوریدونکی.
په هغه ورځ خو د یوه لاډا (روسي موټر) ټکسي چلوونکي دا هم راته وویل:
وروره! پر دې سړک( باغ بالا – قرغه) سخت وحشتونه تیر شول. پر بایسکل به سړی سپور و، کومې پوستې والا به د نښې ویشتلو تمرین ته شوق وشو، ډز به شو او بیا به بایسکل سپور پړمخې پر سړک ولویده او شاوخوا به وینو لمده کړه.
یو ناڅاپه به ډزې شوې، له سورلیو ډک موټر به ګډوډ شو، شیبه وروسته به ودرید، موټر وان به پر اشټرنګ سر ایښی و. له موټره به وینې څڅیدې، سورلۍ به داسې خاموش وه لکه د لویې لارې مساپر چې په درانه خوب ویده شوي وي او…
په همدغه شان وخت کې پولیتخنیک ودانۍ ته ننوتم.
های،
عجیبه منظر و:
هرې ودانۍ دومره مرمۍ خوړلې وې چې د پولیتخنیک انجینرانو هم نشوې شمیرلی. کړکۍ او دروازې یې ور ماتې کړې وې، ځای ځای یې پرې اورونه بل کړي و او ستړو جګړه مارو پرې ځانونو ته چایونه دم کړي و.
یوې دایروي ودانۍ ته ورته اسکلیټ مې ولید. لکه هیڅ چې یې ښیښې نه درلودې، له هرې خوا سورۍ سورۍ وه. ملګري مې ویل:
دا خوړنځای و. دلته به محصلین ناست و. له فوارې به اوبه په مستۍ راوتلې او محصلینو به په ارامو مغزو ډوډۍ خوړه. هغه همداسې د دې ودانۍ د ماضي د ښایستونو کیسې کولې، خو زه یې د حال بدرنګیو داسې په ژړا کړی وم چې ځان مې نشو کنټرولولی.
لږ وړاندې، پر لوی دیواله په کوچنیو او ښایسته کاڼو څه لیکل شوي و؛ خو دې وړې جملې دومره مرمۍ خوړلې وې چې د لوستلو وړ نه وه. په څه خوارۍ مې ولوسته، جمله رښتیا هم خطرناکه وه، لیکلي یې و: پوهنه رڼا ده
او جاهلانو له همدې جملې کسات اخیستی و.
نور مې د قدم وهلو وس نه درلود.هرې ودانۍ ویروونکی منظر درلود او د ویرې تر څنګ یې زړه کې هم څړیکې پیدا کولې.
بیرته راووتلم او ډک زړه روان شوم.
دا دی؛ له کلونو کلونو وروسته مې بیا د هماغه ځای منظره وکړه. شکر دی، هماغه ړنګه شوې فواره بیرته رغول شوې، اوبه ترې په مستۍ راوځي. خونو بیرته کړکۍ او دروازې پیدا کړي. ونې او چمنونه تک شنه دي.
ربه،
نور مو وطن د جګړې له وحشته وژغوره. جګړه د محدودو کسانو اننګیو ته سُرخي ورکوي، څوک اتلان کړي، څوک خانان کړي؛ خو د وطن ښکلی مخ داسې بدرنګه کوي چې په لیدلو یې حساس زړونه د لمبو تنور شي.
یا ربه تلپاتې سوله

Comments