د لوی جرګې رابلل د سولې فرصت دی

comments 0

هندوکش – کابل: امنیت شورا وایي، د لوی جرګې رابلل یو ښه فرصت دی چې افغان پوه شي چې د سولې قیمت څومره دی.
د امنیت شورا سلاکار په یوې غونډه کې ویلي، چې سوله یوازې د اوربند مسله وای، دا کار به اسانه و.
حمدالله محب ویلي، د سولې لپاره باید مونږ یو قیمت ورکړو او هغه کسان چې جګړه کوي، د یو هدف لپاره يې کوي چې څه غواړي او افغانان څه ورکولو ته تیار دي.
محب انديښنه ښودلې چې جګړه که یوازې د افغانانو وای، یوه ورځ کې یې حل ممکن و، خو دا چې دا جګړه بهرنۍ ده، د ختمولو لپاره یې باید اول د جنګ قیمت اد‌اء کړو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments