د لویې جرګې ښه امنیت په موخه ګد امنیتي پلان جور شوې

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان دفاع وزارت وايي، د سولې مشورتي لويې جرګې د امن لپاره ځانګړي پلانونه جوړ شوي دي.
په پام کې ده شا و خوا ٣٠٠٠ کسان په‌دې مشورتي جرګه کې چې سبا پيلېږي او څلور ورځې دوام کوي، له وسله‌والو طالبانو سره د سولې پر څرنګوالي خبرې وکړي.
د دفاع وزارت وياند قيس منګل ویلي“دفاعي او امنيتي ځواکونو ګډ امنيتي پلان جوړ کړى، چې دا جرګه له کومې امنيتي ستونزې پرته سر ته ورسېږي.
په امنيتي پلان کې ټولو دفاعي او امنيتي ځواکونو ته د مسووليت ساحې سپارل شوي، چې هرڅوک به د خپل مسووليت د ساحې بشپړه ساتنه کوي.”
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ويلي، امنيتي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ سره، د خلکو او جرګې د امنیت لپاره تدابیر جدي کړي دي.
افغان حکومت د دې لپاره چې دغه جرګه په ښه توګه ترسره شي، په کابل کې یې یوه اوونۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments