د لوګر پولیس: ۷ وسله‌وال طالبان ووژل شوي او ۶ ټپیان دي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې ۱۳ طالب وسله‌وال د دې ولایت په مرکز پل علم کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې مړه او ټپیان شوي دي.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه‌پور احمدزي تېر ماښام ازادي راډیو ته په دې اړه نور جزئیات ورکړل: “د لوګر ولایت د مرکز اړوندو سیمو پادخواب شانه، سرسنګ، الیاس کلا، منګوخېل او دوشنبې سیمو کې د دې عملیاتو پر مهال اووه تنه طالب جنګیالي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.”
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments