د لوګر په خروار کې شپږ طالب ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ پل علم: په لوګر کې په هوايي بريد کې شپږ طالب ترهګر وژل شوي دي.

د لوګر امنیتي مسولین وايي چې هوايي بريد ددې ولايت په خروار ولسوالۍ کې شوی دی.

په دې بريد کې د طالبانو يوه ډاډسن موټر په نښه شوی او پکې سپاره شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د لوګر امنيه قومندانۍ مسولینو له هندوکش سره په خبرو کې ويلي دي چې په دې بريد کې ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی.

بلخوا د لوګر ځايي مسولين وايي چې ددې ولايت په ډيرو سیمو کې پراخ شپني او هوايي عملیات په پلان کې دي څو د دښمن ملا ماته کړي.

ياده دې وي چې طالب ترهګرو په لوګر کې دوی ته د اوښتي زيان په اړه څه نه دي ويلي.

پل علم

Comments