د لوګر وروستیو ناامنیو ماشومان د ښوونځیو محرومه کړي دي

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر ولایت سیمه ییز خلک واي چې، د لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ په ده نو سیمه کې اته ښوونځي یې تړلي دي.
د اوسیدونو په وینا، دغه ښوونځي یې د ځای او دغه راز د ښوونځیو تر څنګ د امنیتي پوستو د موجودیت له امله تړلي دي.
د سیمې اوسېدونکي زیاتوي، دوی مخکې هم په وار وار دا ستونزه له محلي ادارې سره شریکه کړې ده خو هغوی تر اوسه په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
هغوی وایي اولادونه یې د زده کړو لپاره امنیت او ارامې فضا ته اړتیا لري خو په خبره یې حکومت ورته د امن راوړلو پر ځای پوستې راوړې چې لا یې ستونزې ډېرې کړې دي.
په دغو ښوونځیو کې شاوخوا ۱۲زره نجونو او هکانو زده کړې کولې. د لوګر د پوهنې ریاست دا ستونزه مني او په لنډ وخت کې یې د هواري ډاډ ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments