د لوګر اوسیدونکو د سولې او اوربند غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش ــ لوګر: په لوګر ولایت کې ديني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو په یوه جوړه شوې ناسته کې په وسلوالو ډلو غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلئ او سولې ته غاړه کيږدئ.
یاده غونډه چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې جوړه شوې وه او له بیلا بیلو ولسوالیو څخه په کې دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړي و.
په یاده ناسته کې دیني عالمانو د هېواد په ټولو قشرونو غږ وکړ، چې په هېواد کې د یوې باعزته سولې لپاره خپل رښتیني او رسا غږونه پورته کړي.
دوی همدا راز له وسلوالو طالبانو څخه په زغرده وغوښتل، چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او د سولې بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments