د لوړې بند پلان منظور شو

comments 0

هندوکش – کندهار: ولسمشر د کندهار ارغستان ولسوالۍ کې د “لوړې” بند د جوړولو پلان منظور کړی دی.

کندهار کې د دریايي حوزې مسوولين وايي، د ولسمشر له لورې د ارغستان ولسوالۍ د “لوړې” بند د جوړېدو پلان منظور شوی دی.

د دریايي حوزې رییس توریالی محبوبي وايي، د دغه بند په جوړېدو سره د ارغستان ولسوالۍ باغونه او کرنیزې ځمکې د وچېدو څخه وژغورل شي.

هغه همدا ډول وايي، چې د کندهار په کلیوالو سيمو کې يې د ټولو هغو ویالو او کانالونو د جوړېدو لپاره سروې بشپړه کړې، چې  پرې د سېلابي اوبو د را اوښتلو له امله به کرنیزې ځمکې او باغونه ترې زیانمن کېدل.

هغه وایي، د دغو کانالونو د اساسي جوړېدو لپاره پر پلان کار روان دی او ډېر ژر به یې چارې پیل شي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments