د لندن ښار پر تراویح کوونکو مسلمانانو د بریدګر هویت څرګنده شو

comments 0

0 Views

هندوکش – لندن: هغه برید چې د تراویح نه وروسته په مونځ کوونکو ترسره شوې وو د بریدګر هویت ثابت شو.
د لندن ښار په برید کې چې یو تن مړ او لس تنه ټپیان شوې ول پولیسو لخوا د برید کوونکې هویت اعلان شو.
د لندن ښار پولیس وایي چې بریدګر دارین اوسبورن په نامه ۴۷ کلن لندنې وګړې دې چې د څلورو ماشومانو پلار دی شوی دی .
نوموړي دوشنبې د شپې د ۱۲ بجو شاوخوا کې د لندن په شمال کې تر ټولو د لوی جامع جومات ترڅنګ خپل موټر سره د جومات نه د راوتو پر مهال پر مونځ کوونکو برید وکړ.
ویل کیږي په برید کې یو تن مړ او لس تنه نور ټپیان شوي دي.
برید کوونکي د برید نه مخکې ټول مسلمانان به ووژنم په څیر شعارونه ورکړل او وروسته يي ګڼ شمیر کسان د موټر لاندې کړل.
یاده دې وي چې لندن یو له هغو هیوادونو څځه دې چې ډیرې بهرني مسلمانان پکې ژوند کوي او د هغوې قانون مطابق خپلې ورځني ژوند په سوله ییز دول تیره وي.
وحید امان

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply