هندوکش – لندن : تیره شپه نا وخته د انګلستان منچستر ښار کې درنه چاودنه شوې ده.
رسیدلي راپورونه ښیي چې دغه چاودنه دوشنبې شپه ناوقته داسې مهال رامنځته شوې چې خلک د یو موسیقې کنسرت نه د وتلو په حال کې ول.
پولیس وایې چې چاودنې کې ۱۹ تنه مړه او څه باندې ۵۰ تنه زخمیان شوي دي.
اوس مهال د انګلستان حکومت سیمه کلابنده کړې او اضطراري وضعیت یې اعلام کړې دې.
ویل کیږي چې تر اوسه ددغې چاودنې مسئولیت چا په غاړه نه دې آخیستې.
د لندن په انفجار کې ۷۰ تنه مړه او زخمیان شوي دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.