د لغمان ولایتي شورا رییس د طالبانو برید کې ټپی شو

comments 0

هندوکش ـ لغمان: د لغمان سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د ولایتي شورا د رییس، عتیق الله عبدالرحیمزي د وسلوالو طالبانو يه یو برید کې ټپي شوي دي.
سیمه ییز مسوولین وايي، چې پېښه تېره ورځ(سې شنبې د تلې په ۱۵مه نېټه) د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله رامنځته شوې او په ترڅ کې یې د نوموړي څلور ساتونکي هم ټپیان شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې پېښه د یاد ولایت په قرغه يي ولسوالۍ کې په داسې حال کې رامنځته شوې چې د ولایتي شورا د رییس موټر د وسلوالو طالبانو د ځای پر ځای شوي سرک غاړې ماین وربرابر شو.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د سولې خبرو د پیل سره سم خپلو بریدونه ته زور ورکړی،چې تېره ورځ یې هم د لغمان د والي رحمت الله یارمل په موټریز کاروان باندې برید وکړ او پایله کې یې کابو ۴۰ ملکيان ټپیان شول.
نجیبه سروري

Comments