د لالپورې لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د ننګرهار ولایت مقام وایي، د لالپورې لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال شیرزمان او د هغه یو بل ملګری د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې وژل شوي دي.

دا عملیات تیره شپه شوي چې ملکي وګړو ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

شیرزمان له لالپورې ولسوالۍ څخه مومندرې ته د ځینو پلانونو لپاره راغلی و چې افغان ځواکونو وژلی دی.

فرهاد شهراني

Comments