د لاجورد لار کاروان بیرته راورسید

comments 0

هندوکش – هرات: د لاجوردو ټرانزيټي لار باندې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه له ترکيې څخه هرات ولایت ته ورسیدله.

سیمه يېز چارواکي وايې دغه پنځو لاریو کې غوړي، سولر او نور وارداتي توکي بار دي چې تګ راتګ يې دوي میاشتې وخت نیولی.

لومړۍ جوپه کې د ټرانسپورټي شرکتونو او ملي سوداګرو لپاره ستونزې وې چې په راتلونکو جوپو کې به حل شي.

 

د لاجورد لار پرانیسته دوه میاشتې وړاندې په هرات کې د ولسمشر له لوري وشوه چې پکې په تولیدي توکو بار نهه موټر ترکیې ته لاړل.

له دوه میاشتنې سفر وروسته دې موټرو د اروپايي بازارونو څخه افغانستان کې ځینې توکي وارد کړل چې د خلکو له پراخ هر کلي سره مخ دي.

د دې لارې په پرانیستو سره افغانستان د ترانیزیټ له انحصار وتلی او تمه شته چې سوداګري به پرې پراخه شي.

امیر حسین سلجوقي

Comments