هندوکش – کابل: د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وايي٬ د حکومت له لوري د قیادي شورا د جوړولو راپورونه بې بنسټه دي.
مرتضوي هغه راپورونه ناسم وبلل چې ګنې ولسمشر غواړي د خپل واک موده وغځوي.
د مرتضوي په خبره د واک د غځولو او د ټاکنو نه کولو په اړه هیڅ ډول بحث ندی شوی.
نوموړي ویلي چې ولسمشر به په اساسي قانون کې له ټاکل شوې مودې یوه ورځ هم اضافه دنده تر سره نه کړي.
تر دې وړاندې رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې ولسمشر او امریکا غواړي قیادي شورا جوړه کړي، ددوی په مرسته د خپل واک موده وغځوي او ټاکنې تر سره نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ
د قیادت شورا راپورونه بې بنسټه دي

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.