د قلعه زال لپاره نومول شوی خپل سری طالب ولسوال و وژل شو

comments 0

هندوکش ـ کندز: په کندز کې د خالد د روانو عملياتو په لړ کې د قلعه زال لپاره ددې ډلې نومول شوی خپل سری ولسوال وژل شوی دی.
د کندز ځايي چارواکي هم د دې ولسوال وژل کيدل تاييدوي.
د کندز يوې امنیتي سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخيستل شي هندوکش ته وويل:« دا وژل شوی طالب ولسوال دوست محمد نوميږي او په هوايي بريد کې وژل شوی دی.»
د کندز امنيه قومندان جنرال عبدالحميد حميدي هم رسنیو ته ويلي دي چې له ولسوال سره اوو تنه نور هم وژل شوي دي.
ياده دې وي چې طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هیواد ـ کندز

Comments

Leave a Reply