د قطر ناستې ته د سولې تمې شته

comments 0

هندوکش – امریکا: قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې شاید نن له پرمختګ سره پای ته ورسېږي، خو امکان یې شته چې تر سبا هم وغځېږي.
تیره ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو کې بیا هم پرمختګ شوی، خو جزیات یې له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
ځینو سرچینو ویلي، ښايي دغه خبرې نن یکشنبه له پرمختګ سره پای ته ورسېږي، خو په وینا یې که وروستۍ نه شي، نو بله ورځ به هم دوام وکړي.
د راپورونو له مخې، د مسکو بهیر لپاره ټاکل شویو کسانو هم په دوحه کې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶ مې نېټې د غونډې لپاره اړیکي ټینګې کړي دي.
ویل کېږي د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لومړۍ مسوده چمتو شوې او په ژباړه یې کار روان دی چې ښایي په دې خبرو کې ومنل شي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply