د فیسبوک مشر بخښنه غوښتې

comments 0

35 Views

هندوکش – امریکا: د فیسبوک مشر د امریکا د سنا له لوري له سختو پوښتنو سره مخ شو.
مارک زوکر برګ د سترې نړیوالو ټولنیزې شبکې مشر سنا ته غوښتل شوی و چې د یو شمیر امنیتي او ټولنیزو ستونزو په اړه ورسره خبرې وشي.
دغه ټولنیزې او امنیتي ستونزې د فیسبوک پر سر را ولاړې شوې وې.
سناتورانو په فیسبوک کې د کاروونکو د اسنادو او شخصي مسایلو د نه خوندیتوب په اړه زیاتې پوښتنې درلودې.
ویل کیږي چې مارک ګڼو پوښتنو ته ځواب ورکړ خو د یو شمیر ستونزو لپاره یې بښنه وغوښته او د اصلاح ژمنه یې وکړه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments