د فوټبال په لوبغاړو چاودنه شوې

comments 0

هندوکش – فراه: راپورونه وایي، فراه کې چاودنې د فوټبال پنځو لوبغاړو ته مرګ ژوبله واړوله.
سیمه ییز اوسیدونکي وايي، د سړک غاړې دغه چاودنه تیره ورځ ناوخته د اناردرې بابوس دښته کې شوې ده.
چاودنه کې د فوټبال دوه لوبغاړي شهیدان شوي او درې نور ټپیان دي .
د ځايي خلکو په خبره یاده سیمه کې وسله وال طالبان فعالیت کوي او زیات امکان شته چې ماین هم طالبانو ايښی وي.
په یاده سیمه کې طالبان د افغان ځواکونو لپاره ماینونه ږدي چې ډیر کله د ملکي وګړو په موټرو چاودنه کوي.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply