د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې نن څلور لوبې ترسره کیږي

comments 0

هندوکش – روسیه: د فوټبال نړیوال جام سیالې چې روسیې کې سږکال په لاره اچول شوې ده نن به څلور هیوادونو ترمنځ فوټبال سیالې ترسره شي.
د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې نن سویډن او سویس د شپې شپږ نیمې بجې او انګلستان کلمبیا د شپې ناوخته لس نیمې بجې دوه په زړه پورې لوبې ترسره کړي.
تېره شپه دوه لوبې وشوې چې له مخې یې برازیل مکسیکو ته په دوو ګولونو سره د دې لوبو کوارټر فاینل یا څلورم اخري پړاو ته ووت.
مکسیکو له ډېرو هڅو سره سره هېڅ توپ ګول نه‎کړ.
په یوه بله لوبه کې بلجیم درې د دوه په وړاندې جاپان ته ماته ورکړه او د سږ کال کوارټر فاینل ته‌یې لار وموندله.
آرش احساس

Comments