د فوټبال نړیوال جام په سیالیوکې روسېی او کرواسي بل پړاو ته لار پیدا کړه

comments 0

هندوکش – روسیه: په روسېی کې د نړیوال جام سیالۍ چې اوسمهال ښه په زور روانې دي فرانسې، اوروګوې، روسې او کرواسې تردې دمه بل پړاو ته لاره پیداکړې د.
یاد سیالې چې تقریبا یوه میاشت مخکې پیل شوي وو د مشهورو تیمونو په کمیدو پای خواته روان دې.
د فوټبال د نړیوال جام په سیالیو کې پرون شپه کوربه روسیې اسپانیا ماته کړه او کروشیا هم له ډنمارک وګټله.
په بیګانیو لوبو کې دواړه لوبې پنالټي ته ورسېدې، ځکه په ټاکلي او اضافه وختونو کې لوبه هېڅ یوې لوبډلې ونه‎شوای ګټلی.
روسیې په پنالټي شوټونو کې څلور پر درې له اسپانیې لوبه وګټله او کوارټر فاینل ته ولاړه او کروشیا هم په پنالټي شوټونو کې درې پر دوه ډنمارک لوبډله وګټله.
په دې ترتیب تر دې دمه کروشیا، روسیه،اروګوئه او فرانسه کوارټر فاینل ته وتلي او نن به هم برازیل له مکسیکو او بلجیم له جاپان سره مخ شي، څو پاتې نورې لوبډلې مشخصې شي.
آرش احساس

Comments