د فلسطینی راکتي بریدونو په ځواب اسراییلو پر فلسطین بریدونه ترسره کړي دي

comments 0

118 Views

هندوکش – فلسطین: تر هغه ورسته چې اسراییلي ځواکونو یوه روغتیاپاله ووژله او اته نوې یې ټپیان کړل د غزې پر ځینو سیمو یې هوایي بریدونه هم ترسره کړي دي.
فلسطیني رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې، په دې حملو کې د خان یونس په لویدځه څنډه کې د عین‌جالوت پوځي مرکز ، د رفح ښار لویدیځ کې د حشاشین اډه همداراز د عرین، یرموګ پوځي مراکز په نښه شوي .
دا په داسې حال کې ده چې د فلسطین د مقاومت ډلې د اسرائیلو پر لور دوه راکټونه توغولي چې اسرائیل د یوه د شنډولو خبر هم ورکړی دی.
اسرایلی ورځپاڼې بدیعوت احرانوت ویلي؛ یهودي پوځیانو د فلسطیني راکټونو په ځواب کې پر دریو سیمو کې د مقاومت کونکو ۱۰ هدفونه په نښه کړي.
تر اوسه په دې بریدونو کې د سر زیان د اوښتلو راپور نه دی ورکړل شوی.
خو اسرائیلو بیا ویلي چې د فلسطینانو په بریدونو کې د دوی یو تبعه ټپي شوی دی.
د فلسطینیانو له بريد سره سم د غزې په څېرمه یهودي مېشت ځایونو کې د خطر زنګونه وهل شوي او یهودي وګړو ته ویل شوي چې له پناه ځایونو سره نژدې واوسیږي.
عزت الله تبیان

Share this page to Telegram

Comments