د فساد پر وړاندې د حکومت اقدامات

comments 0

د افغانستان د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي د کرونا ویروس سره د مبارزې په بودجه کې د پراخ فساد د موجودیت له امله‌يې د افغان حکومت ۴۴ پخواني او اوسني چارواکي لویې څارنوالۍ ته د پلټنو په هدف معرفي کړي دي.
دې ادارې وویل په څلورو ولایتونو بدخشان، نورستان، میدان وردک او هرات کې د دوی د څېړنو موندنې ښيي چې د کرونا په بودجه کې لسګونه میلیونه افغانۍ فساد شوی دی.
د دې ادارې مشرې غزال حارس د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وویل چې تر ډېره ستونزه د اجناسو د نرخونو په لوړوالي کې وه.
اغلې حارس وویل د بېلګې په ډول په هرات کې د سټي سکن یو ماشین په ۳۰ میلیونه افغانیو اخیستل شوی، په داسې حال کې چې د دغه ماشین بیه په عام بازار کې ۱۱،۹ میلیونه افغانۍ کېږي.
اغلې حارس زیاتوي: “زموږ موندنې ښيي چې د بازار له تخمیني بیې نه په لوړه بیه مواد پېرل شوي، په ټولو ولایتونو کې دا ستونزه موجوده وه، د بازار له تخیمني بیې په لوړه بیه سودا شوې ده، مثلاً په هرات ولایت کې شپږ قلم جنس د بازار له تخمیني بیې ۱۹ میلیونه افغانۍ په لوړه بیه اخیستل شوي.”
د دې ادارې مشرې دغه‌راز د نورستان ولایت بېلګه وړاندې کړه او ویې‌ویل چې په دې ولایت کې ۴۹ قلمه مواد په ۱۳ میلیونه افغانیو اخیستل شوي په داسې حال کې چې یوازې ۱۲ قلمه اجناس د بازار له نرخه ۴،۵ میلیونه افغانۍ په لوړ قیمته اخیستل شوي دي.
اغلې حارس دا هم وویل چې په یادو ولایتونو کې ځیني غیر اړین توکي اخیستل شوي چې تر دې دمه ترې هېڅ ډول ګټه نه‌ده اخیستل شوې.
اغلې حارس که څه هم د شوي فساد دقیقه کچه وړاندې نه‌کړه، خو ویې‌ویل چې ټول اسناد يې لويې څارنوالۍ ته استولي دي.
د پلټنې عالي ادارې د مسؤلینو په وینا چې د فساد د دغه قضیې په تړاو يې ۴۴ لوړپوړي او ټیټ پوړي دولتي مأمورین لويې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د دغه ادارې ویاند فېروز بشري وویل چې په یادو ۴۴ کسانو کې د عامې روغتیا پخوانی وزیر فېروزالدین فېروز په ګډون د همدې وزارت، څلور مرستیال وزیران، څلور والیان او پاتې نور يې مالي او اداري رئیسان او د تدارکاتو د کمېټې غړي شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د کرونا ویروس پر مهال د بودجو د حیف‌ومیل کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د پلټنې ادارې ته دنده وسپارله چې د کرونا په برخه کې د ټولو مسؤلو ادارو او چارواکو د لګښتونو پلټڼې وکړي.

Comments