د فرېبکاره او جنایتکاره طالب ترهګرو استازي بالاخره د افغان ځواکونو په لومه کې ګیر شول ـ دوی د ولسوالیو د سپارلو منځګړیتوب کاوه

comments 0

هندوکش ــ نورستان: د نورستان سیمه ییز چارواکي وايي، د هغو کسانو ډله یې نیولې چې د قومي سپین ږیرو په نوم یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې منفي تبلیغات کول تر څو سیمې طالبانو ته پرېږدي.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هندوکش ته وویل، دغه کسان د وانټ وایګل ولسوالۍ ته ورغلي و و او له هغوی یې غوښتنه کړې وه چې دغه ولسوالۍ دې بې له جګړې طالبانو ته وسپاري.
ښاغلی حافظ زیاتوي چې له دې کسانو پوښتنې ګروېږنې روانې دي.
طالبانو هم منلې چې امنيتي ځواکونو هغه سپین ږیري نیولي چې امنیتي پوستو ته یې د دوی پیغام رساوه.
دا وروستیو کې د افغانستان په لر او بر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی دی او یو شمېر ولسوالیو مرکزونه لاس پر لاس شوي دي. همدا چهارشنبه د افغانستان شمال کې د فاریاب ولایت دولت اباد ولسوالي بېرته افغان ځواکونو نیولې او طالبانو ته درانه مرګ ژوبله اوښتې ده.
اخوا د ځانګړو عملیاتو قول اردو په خپله فیسبوکپاڼه کې لیکي چې بېګا یې د کندز خان اباد ولسوالۍ کې عملیاتو سره اته وسلوال ووژل او د دې ولسوالۍ پر مرکز یې بېرته ولکه ټینګه کړه.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان قومي مشران په زوره او یا په خوښه مجبوروي، چې د نېږدې امنیتي پوستو د تسلیمیدو لپاره د دوی منځګړیتوب وکړي، چې دا دی د دوی دغه فرېب رسوا او پرون یې په نورستان کې مخه ونیول شوه، طالبان چې د مخامخ جګړې توان یې له لاسه ور کړی، اوس یې له خلکو په زوره د خلکو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره استفاده شروع کړې ده، طالبانو لدې وړاندې هم تل د ملکي کورونو څخه په استفادې د افغان ځواکونو په پوستو عملیات کړي او عام خلک یې ځانونو ته سپر ګرځولي دي.
فرهاد شهراني

Comments