د فراه ښار د طالبانو لپاره هدیره ګرځول شوې

comments 0

هندوکش – فراه:ترهګرو طالبانو تېره شپه شاوخوا دوه بجې د فراه په مرکز برید کړی او په لومړیو چاودنو او بریدونو سره یې امنیتي کمربندونه مات کړي او ځینو سیمو ته داخل شوي دي.
اوس د فراه د والي ویاند ناصر مهري وایي، طالبان د فراه په مرکز کې محاصره شوي دي او افغان مرستندویه ځواک له ښار د باندې خوا څخه په طالبانو کړۍ جوړه کړې.
تر دې دمه د دولس طالبانو د وژل کیدو د نږدې شلو د ټپې کیدو خبر ورکړل شوی دی.
د فراه د ولایتي شورا ځینو غړو رسنیو ته ویلي چې طالبان هڅه کوي زندان ونیسي او بندیان خلاص کړي، خو افغان ځواکونو یې برید په شا تمبولی دی.
د فراه له ځینو سیمو خلک وتلي او د افغان ځواکونو له لوري پر طالبانو سخت بریدونه روان دي.
کمانډو ځواکونه هم د فراه مرکز ته رسیدلي دي او د طالبانو د ګروپونو د محاصره کیدو، وژل کیدو او نیول کیدو هڅه کوي.
راپورونه وایي، له غرمې وروسته د جګړې اړخ بدل شوی او طالبان هڅه کوي له فراه ښار څخه وتښتي، خو د افغان ځواکونو له لوري محاصره دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments