د فراه والي دنده پريښوده

comments 0

0 Views

هندوکش – فراه: وروسته له هغې چې د فرا د ځایي چارواکو پروړاندې خلکو لاریونونه پیل کړل، د فراه والي محمد عارف شاه جهان له خپلي دندي استعفا ورکړه .
د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختور وايې عارف شاه جهان څو شیبې وړاندي د یوه مطبوعاتي کنفرانس په مهال خپله استعفا اعلان کړه.
فرا والي شا جهان ویلي، مرکزي حکومت ور سره د فرا د وضعیت په کابو کولو کې مرسته نه ده کړې.
شاجهان ویلي، نور نه غواړي د پولیسو او امنیتي مسولینو وژنو ته لاس تر زنې کیني.
تیره ورځ فرا ولایت مقام مخې ته لسګونو کسانو لاریون وکړ چې د والي د استعفا غوښتنه یې کوله چې وروسته لاریون په تاوتریخوالي واوښت او څو کسان ټپیان هم شول.
امیر حسین سلجوقی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply