د فراه د پولیسو ملا امام شهید شوی

comments 0

هندوکش – فراه: د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ملاامام د موټرسایکل سورو کسانو په برید کې ووژل شو.
پېښه تېره ورځ ناوخته د فراه ښار د عسکر آباد په سیمه کې رامنځته شوې .
د فراه دوالي ویاند محمد ناصرمهري وايې مولوي عبدالحمید له څه مودې راهېسې د امنیه قومندانۍ ملاامام و.
هغه وايې مولوي عبدالحمید تېره ورځ ماښام د خپل کورڅخه امنیه قومندانۍ ته پرلاره و چې موټر سایکل سورو کسانو پرې ډزې وکړې
هغه وايې په برید کې یوازې دغه ملاامام وژل شوی او بل چاته زیان نه دی اوښتی .
د فراه د والي ویاند وايې د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي خو په اړه يې د پولیسو څیړنې رواني دي.
امیر حسین سلجوقي

Comments