د فاسدو امنیتي چارواکو محاکمه کېدو هیلې ډېر کړې دي

comments 0

د افغان پوځ په لیکو کې د فساد شته والی؛ هغه ستونزه وه چې د نظام دغه مهمه برخه یي ننګوله. د ملي پوځ په لیکو کې د خیالي سرتیرو موجودیت د افغانستان په پوځي نظام کې یوه تر ټولو لویه تشه وه چې ډکولو يي سخت کار ته اړتیا لرله. خو د دې ستونزې لویه تشه دا وه چې مخکې له دې  به په پوځ کې د بډې، اداري فساد او له وظیفوي واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور لږ مجازات کېدل. ډېر لږ لیدل شوي و چې قانون دې پر یوه لوړپوړو چاروکي پلی شي او هغوی دې د کړي جرم په بدل کې د محکمې مېز ته راوکاږل شي.

 دا کار ښايي په افغانستان کې د شته بې ثباتې سیاسي فضا او یا هم د قانون حاکمیت ته د وخت د واکمنو لخوا د کلکې ارادې د نشتوالي له امله وي. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې اداري او مالي فساد، له دولتي موقف څخه ناوړه ګټه اخیستل او داسې نور هغه څه دي چې د امنیتي ځواکونو د مسلکي کېدو او د دښمن پر وړاندې يي په اقداماتو کې، د پوڅوالي لامل شوی. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د وسله والو ځواکونو په مهماتو، روغنیاتو، خوراکي توکو او جامو کې فساد کې او په ځیني مواردو د دښمن په واک کې ورکول کیږي.

پرون په کابل کې د عدلي او قضايي مرکز؛ د امن او عامه نظم پولیسو پخواني مشر “زمری پیکان” او لس نور پولیس چارواکو ته د ژونې، وظیفوي صلاحات او اداري فساد په بدل کې د سزا اورولو پرېکړه له رسنیو او خلکو سره شریکه کړه.  د عدلي او قضايي مرکز دې پرېکړې د افغان پوڅ پیاوړتیا ته د ولس هیلې نورې هم را ژوندۍ کړې. عدلي او قضايي مرکز د پولیسو دغه پخوانی مشر او لس نور پولیس چارواکي هر يو په څه باندې اته کاله بند محکوم کړي دي. ښايي په اوسني نظام کې دا تر ټولو لوی پوځي چارواکی وي چې د فساد پر ضد د مبارزې په لار کې په اوږد بند محکومیږي.  د حکومت د هڅو په لړ کې تر اوسه ګڼ شمېر لوړ پوړي چارواکي له دندو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې، او اداري فساد په تور زندان ته اچول شوي. عدلي او قضايي مرکز د شمېرو له مخې د لوړپوړو امنیتي او پوځي چارواکو په ګډون  د اداري فساد د (۳۱۳) قضیو له ډلې، چې دې مرکز ته رسېدلې دي، په تړاو يي  ۱۴۳ کسان بندیان، ممنوع الخروج او یا په معتبر ضمانت د سر په احضار، پرېښودل شوي او په تړاو یې څېړنې روانې دي. د پوځي څارنوالۍ د قضیو په تړاو ۵۵ تنه تر قانوني څار لاندې نیول شوي دي. ۷۷ تنه په نغدي، منځنمهالي، اوږدمهالي یا دوامداره بند، سزا محکوم شوي دي. ددې مرکز استیناف محکمه تر اوسه (۱۷) واردې شوې قضیې لري، چې له هغه ډلې د (۱۴) قضیو پرېکړه شوې. (۳۹) تنه په بند او نغدي مجازاتو محکوم شوي دي.

خو دا هم نشو ویلای چې عدلي او قضايي مرکز د نظام د نورو برخو په ګډون په امنیتي بنسټونو کې په بسپړه توګه د قانون حاکمیت تامین کړی او هر هغه څوک چې قانون مات کړي پرته له دې چې منصب او مقام ته يي وکتل شي حکم پرې وکړې او زندان ته يي واستوي. د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ورستي اصلاحات او له هغوی څخه د ملي یووالي حکومت مخامخ ملاتړ د جګړې په کرښه کې د دښمن پر وړاندې د امنیتي ځواکونو مورال لوړ کړی. امنیتي ځواکونه تر پخوا ډاډه شوي چې د ملاتړ لپاره د پوښتنې خلک شته او حقوقو ته يي د رسېدنې لپاره هڅې کېږي.

سربېره پر دې افغان حکومت د ملي امنیتي ځواکونو د ودې لپاره څلور کلن امنیتي پلان جوړ کړ چې پکي د افغان ځواکونو د مسلکي کېدو او د هغوی د تجهیز او سنمبالښت تر څنګ د اداري فساد پر ضد مبارزه يي یوه مهمه برخه جوړوي.

Comments

Leave a Reply