د فاریاب کولیان سیمه د دولت له ولکی ووتله

comments 0

4 Views

هندوکش – فاریاب: فاریاب کې سیمه ییز چارواکي وایې چې د دغه ولایت د بلچراغ ولسوالۍ د کولیان سیمې اړوند ۱۲ کلي وسلوالو طالبانو نیولي دي.
د فاریاب ولایتي شورا رییس څرګنده کړې، چې د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ د سیمه ییزو پاڅونوالو څه نا څه ۴۰ کسانو ته په دې نښته کې مرګ و ژوبله رسیدلې او یا د دولت وسلوالو مخالفینو نیولي دي.
هغه دا هم ویلي، چې د یو تانک په ګډون د دغو کسانو ټول تجهیزات وسلوالو طالبانو تر لاسه کړي دي.
دغه راز یو امنیتي مسوول، چې ونه غوښتل نوم یې یاد شي آریانا نیوز ته د کولیان سیمې سقوط تائید کړی؛ خو ویلي یې دي، چې تر دې دمه د اوښتي زیان کره شمېر څرګند شوی نه دی.
د فاریاب ولایت ډېرې لیرې پرتې سیمې ناامنه دي او خلک د داعش او طالب پراخو هڅو اندېښمن کړي دي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments