د غور-کابل پر لویه لار عملیاتو کې ۵۵ ترهګر طالبان وژل شوي

comments 0

هندوکش ــ غور: د غور ولايت چارواکي وايي د غور-کابل د لويې لارې د تصفيې په عملياتو کې ٥٥ ترهګر طالبان وژل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، د دولتيار ولسوالۍ په شمالي کليو کې دغه عمليات تېره اونۍ پيل شوي وو، چې تېر ماښام پای ته ورسېدل.
د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمعروف رامش پرون ازادۍ راډيو ته وويل، د دولتيار ١٢کلي له وسله والو تصفيه شوي دي.
ښاغلى رامش وايي، د عملياتو پر مهال ١٠ افغان پوځيان ټپيان شوي دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د سمک په نوم کلى هم تصفيه شوى چې د وسله والو طالبانو اصلي مرکز ګڼل کېده.
وسله والو طالبانو د دې موضوع په اړه تبصره نه ده کړې.
امیر حسین سلجوقي

Comments