د غور ولایت د چهارسدې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو مالي مسوول ونیول شو

comments 0

هندوکش ــ غور: تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غور ولایت د فېروزه کوه ښار په کاسي کلې کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د چهارسدې ولسوالۍ لپاره د ترهګرو طالبانو مالي مسوول “عبدالمومن” نیولی دی.
عبدالمومن په غور کې د نشه يي توکو او وسلو په لېږد رالېږد کې فعال نقش درلود.
د یادونې وړ ده چې له یاد کس څخه یو عراده فلانکوچ ډوله موټر هم د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلی دی.
امیر حسین سلجوقي

Comments