د غوریانو د مالګې کان کیندنې مسوولیت یو خصوصي شرکت ته وسپارل شو

comments 0

هندوکش – هرات: د جدې په دولسمه د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیرې د غوریانو د مالګې د کان کیندنو هوکړه یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
د یوې غونډې پرمهال نرګس نهان د کانونو او پطرولیم سرپرست وزیرې وویل، د یاد کان کیندونو له امله به دوه زړه کسانوته د کار زمینه مساعده شي او ددې ترڅنګ به کال کې ۲۶ ملیونه افغانې ددولت عوایدو ته اضافه شي.
مسوول شرکت زیاتوي چې، د مالګې د کیدنې کار یې پیل کړې او د کانونو وزارت قوانینو سره سم خپلې چارې مخته بیایې.
د نهان په وینا، یاد شرکت د غوریانو د مالګې په کان کې د ۴۰ زړو ډالرو لګولو ژمنه کړې ده.
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply