د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو اخیستو نیټه اعلان شوه

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان غوره لیګ لوبغاړو د اخیستلو مراسم څلور ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۰ مه ترسره کېږي.
د کرکت بورډ ویاند فرید هوتک وایي، د افغانستان غوره لیګ (APL) د لوبغاړو د پېرلو مراسم د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ترسره کېږي.
فرید هوتک وایي، دغه پرېکړه ورسته تر هغې وشوه چې د یاد لیګ د پنځو لوبډلو د امتیاز اخیستو لړۍ پای ته ورسیده.
په دغه لیګ کې د افغانستان، پاکستان، بنګلادېش، سریلانکا، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، اسټرالیا، ایرلېنډ، زمبابوې، متحده عربي اماراتو، سکاټلنډ، هانګ کانګ، عمان، نیپال او کاناډا له ۳۵۰ زیات لوبغاړي په شپږو بېلابېلو کټګوریو کې راجستر شوي، چې په دغو مراسمو کې به د لوبډلو د امتیاز لروونکو (ونډه والو) له لوري وپېرل شي.
ټاکل شوې چې د افغانستان غوره لیګ لوبې به د روان زېږدیز کال د اکټوبر په پنځمه پیل او د یادې میاشتې په ۲۱ مه پای ته ورسیږي.
آرش احساس

Comments