د غني خېلو پر ولسوال برید شوی

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار غني خېلو ولسوال د هغه یو ساتونکی د وسله والو برید کې ووژل شول او دوه پولیس او یو بل ملکي وګړی ټپیان شوي دي.
د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی د پېښې تایید کوي.
پر سرپرست ولسوال دغه برید نن سهار د غني خېلو ولسوالۍ مارکو بازار کې شوی دی.
د برید مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
فرهاد شهراني

Comments