غني او ټرمپ ریاض کې سره ولیدل

comments 0

0 Views

هندوکش-کابل: د آزادي رادیو نه په خپور شوي خبرپانه کې راغلې چې د افغانستان ولسمشر ریاض کې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ سره لیدلي دي.

د خبرپاڼې په وینا:« نجیب الله ازاد نن ازادي راډيو ته وویل چې د امریکا ولسمشر د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې برخه کې د افغان حکومت او افغان ځواکونو هڅې ستایلې دي».

د آزادې رادیو او ختیځو رسنیو په وینا دونالد ټرمپ افغان حکومت ته ډاد ورکړې چې اوږه په اوږه به دی تروریزم پروړاندې مبارزه کوي.

دونالد ټرمپ په یاده کتنه کې د افغان امنیتي سرتیرو ستاینه کړې او ویلي دي چې افغان امنیت ځواکونه ځکه زړور دي چې د خپل هیواد د امنیت ساتلو لپاره سخته مبارزه کوي.

سپینه ماڼي نه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي چې دونالد ټرمپ د افغان حکومت اصلاحې برنامې هم ستایلې دي.

د یادونې وړ دې چې یاده لیدنه د تروریزم پر وړاندې هغه کنفرانس کې ترسره شوې چې د عربستان پلازمینه ریاض کې دایره شوۍ وه.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply