د غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هڅې ناکامې شوې، ملي ټلویزیون د ولسمشر غني د لوړې په مراسمو کې د څو ساعته ځنډ خبر ورکړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: افغان حکومت ویلي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ډلو ترمنځ د سیاسي جوړجاړي هڅې بریالۍ نه شوې، او ولسمشر غني به د دوشنبې پر ورځ له پلان سره سم لوړه کوي.
دې سرچینې زیاته کړه، له تېرو څو ورځو راهیسې د دواړو ډلو کسانو خپلو منځو کې خبرې کولې او هڅې روانې وې چې روان ټاکنیز جنجال حل شي، خو کومې هوکړې ته سره ونه رسېدل.
سرچینې دا هم وویل چې په دې خبرو کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او ځینو نورو بهرنیو دیپلوماتانو هم برخه درلوده.
د سرچینې په وینا، حکومت بشپړه هڅه وکړه چې د اساسي قانون سره سمه یوه حل لاره پیدا شي او ستونزه حل شي، خو د مقابل لوري غوښتنو دا چاره ناشونې کړه.
له دې وړاندې په خواله رسنیو کې ځینو رپوټونو ویل چې ګواکې دواړه خواوې خپلو کې یوې هوکړې ته رسېدلې دي او عبدالله عبدالله ته به نوي حکومت کې څه نا څه ونډه ورکول کېږي. خو سرچینې بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټونه رد کړل.
له دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه ریاست ته نژدې سرچینو ویلي وو، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هڅه کوي چې د دوشنبې ورځې لوړې مراسمو نه مخکې د ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړي وکړي.
له کابله ترلاسه شوي رپوټونو کې راغلي وو چې زلمي خلیلزاد او د بهرنیو هېوادونود يو شمېر استازو په ګډون نن د دواړو ډلو ترمنځ د جوړجاړي څو ناستې شوې دي.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې وياند فريد خوځون په وینا، دغو ناستو تر اوسه کومه غوڅه پايله نه ده لرلې. نوموړي بي بي سي ته وویل:
“ښاغلی خلیلزاد او د هېواد يو شمېر نور سياسي مشران لا هم ځي راځي. دوی هڅه کوي چې دا ټاکنيز جنجال ژور نه شي. موږ خپله طرحه او مقابل طرف هم خپله طرحه ښاغلي خلیلزاد ته سپارلې وه. اما د طرحې موادو ته په لیدو موږ کومې پايلې ته نه يو رسيدلي”.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments