د غني او عبدالله اختلافات؛ امریکا له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته کموي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له افغان حکومت سره په خپلو مالي مرستو کې یو میلیارد ډالره کموالی راولي.‌ دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،‌ د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دوشنبه کابل کې هڅه وکړه چې د ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني‌ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ روان سیاسي‌ کړکېچ حل کړي، خو د دواړو مشرانو ترمنځ کوم جوړجاړی ونه شو او له همدې کبله امریکا افغانستان سره پر خپلو مرستو او اړیکو له سره غور کوي.
اعلامیه کې راغلي، د امریکا حکومت پر دې خبره خواشینی دی چې افغان مشران د یو ټولشموله حکومت په جوړولو کې پاتې راغلي.
اعلامیه زیاتوي د افغان مشرانو دا ناکامي‌ د امریکا ملي‌ ګټو ته ګواښ پېښوي، او له همدې کبله امریکا په لومړي ګام کې سږ کال له افغان حکومت سره خپلو مالي‌ مرستو کې یو میلیارد ډالر کموالی راولي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکا چمتو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې دا مرستې یو میلیارد ډالر نورې هم کمې کړي‌ او په نورو برخو او مرستندویه کنفرانسونو کې به هم پر خپلو مالي‌ مرستو له سره غور کوي.
په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې روان دی. له امریکا وړاندې روسیې او ایران هم د دې وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسون محمد اشرف غني د تېرو ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ او سند یې هم ور کړ، خو عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو پایلې له درغلیو ډکې وبللې او د موازي حکومت یې اعلان کړو.هغه مهال هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په افغانستان کې د هر ډول موازي حکومت جوړولو هڅې د دې هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي او باید ورنه ډډه وشي.
پر ۲۰۱۴ کال هم چې ولسمشرۍ ټاکنې جنجالي شوې د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په منځګړتوب د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت جوړ شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments