د غزني په پښتون آباد کې له حکومته ملاتړ وشو

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني ولایت رسنیز دفتر نه په خپور شوي خبر پاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د یاد ولایت د پښتون آباد سیمې مشرانو له حکومته خپل ملاتړ اعلان کړې دې.
د خبرپاڼې په حواله، غزني والي الحاج وحیدالله کلیمزي نن له غرمي مخکي د ولایت مقام د غونډو په تالار کې د پښتون آباد سیمي د شاوخوا ۲۸ جوماتونو له مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه کې د یادي سیمي د امنیت په تړاو لیدنه ترسره کرې ده.
په دغه لیدنه کې د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد قاسم عبادي هم حضور درلود.
د راغلو مشرانو په استازیتوب د پښتون آباد شورا مشر حاجي عبدالاحد او حاجي نصرالله خان خبري وکړي او په بیلابیلو چارو کې یې د والي ښاغلي وحیدالله کلیمزي له هلو ځلو څخه ستاینه او قدرداني وکړه.
هغوی دغه راز غزني ولایت ته د ولسمشر له دوو سفرونو څخه هم د خوښۍ څرګندونه وکړه.
حاجي عبدالاحد خپلو خبرو کې د پښتون آباد سیمي د خلکو په استازیتوب له نظام، امنیتي ځواکونو او ځایې اداري څخه د هر اړخیز ملاتړ په اعلانولو سره وویل: (( د نظام تر شا ولاړ یو، ملاتړي یې یو، د هر زورواکي، جابر او دښمن په وړاندي د خپل نظام ترڅنګ یو او دفاع یې کوو.))
د غزني والي وحیدالله کلیمزي هم له نظام او امنیتي ځواکونو څخه د پښتون اباد سیمي د خلکو له ملاتړ څخه د منني ترڅنګ د امنیت په ټینګښت او د جرایمو په مخنیوي کې له امنیتي ارګانونو سره د ولس همکاري مهمه او اړینه وبلله.
والي ښاغلي کلیمزي وویل: (( مات تر ټولو د خلکو عزت مهم دی او په خپله اداره کې به هیڅ مأمور او عسکر ته له ولس سره د بد او ناسم چلند زغم ونلرم.))
د غزني والي راغلو مشرانو ته څرګنده کړه چې له هري ممکنه لاري څخه به د غزني د امنیت لپاره کار واخلي، او له راغلو مشرانو یې وغوښتل څو د پښتون آباد سیمي د امنیت لپاره دوی هم خپله طرحه له ولایت مقام سره شریکه کړي.
شاه رسول غزنوي

Comments