د غزني په تړاو ارګ کې بېړنۍ ناسته شوې

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ ناوخته د غزني په تړاو د اعلی سر قمندانۍ بېړنۍ ناسته جوړه شوې.
ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دغه غونډه کې د غزني والي، د تندر قول اردو قومندان او د غزني امنیتي چارواکو سره یې تفصیلي خبرې کړي چې څنګه کېدای شي وضعیت عادي کړي.
په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې نور تازه دمي مرستندویه ځواکونه به غزني ته لېږل کېږي، څو جګړه ارامه کړي.
دغه راز ولسمشر غني په غزني کې د افغان ځواکونو سرښندنې ستایلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments