د غزني ولایت اوسیدونکو په کابل کې ترهګریز برید غندلی او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش ــ غزني: د غزني ولایت قومي مشرانو، ځوانانو د مدني ټولنو استازو د یوه سولیز لاریون په ترڅ کې د وزیر محمد اکبر خان د مسجد پر خطیب برید غندلی او د برید ترسره کوونکي یې د دین او اسلام دښمنان ګڼلي دي.
دوی وایي، چې وسلوال ترهګر غواړي په داسې بریدونو سره د دیني عالمانو غږ خاموش کړي.
د یاد ولایت اوسېدونکي وایي، مونږ نور له جګړې ستړي یو او په هېواد کې دایمي سوله او اوربند غواړو.
دوی زیاتوي، د سولې د ښمنان هڅه کوي، چې د سولې په پروسه کې شوي پرمختګونه له ځنډ او خنډ سره مخ کړي.
شاه رسول غزنوي

Comments