د غزني اندړو ولسوالي له سقوط سره مخ ده

comments 0

هندوکش – غزني: د غزني د اندړو ولسوالۍ امنیه قوماندان سید انور اغا وايي، طالبانو د ولسوالۍ شاوخوا کلیو څخه خپل خپلوان ویستلي او د ولسوالۍ د سقوط لپاره د عملیاتو تابیا نیسي.
سید انور اغا دا هم ویلي چې د غزني والي او امنیه قوماندانۍ له لوري ور سره ژمنه شوې چې هلته به عملیات کوي خو عملاً په دې برخه کې هیڅ نه دي شوي.
له بل لور د طالبانو په ادرس جوماتونو کې خطونه غورځيدلي چې د اندړو پولیسو ته یې د تسلیمې ویلي.
په لیک کې یوه شمیره هم لیکل شوې چې که پولیس غواړي چې ونه وژل شي نو له طالبانو سره دې پرې اړیکې ونیسي.
شاه حسین غزنوي

Comments