د غاصبینو پر وړاندې لوګر کې پراخ لاریون

comments 0

0 Views

هندوکش-لوګر: د محمد آغې اړونده سیمو کې د ځمکو غاصبینو پر وړاندې د لوګر سلګونو اوسیدونکو پراخ لاریون کړی چې له امله یی د کابل ګردیز لویه لاړه د خلکو تک راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د خلکو په وینا:«په کلیو کې خلک کورونه نه لري خو زورواکي بیا جریبونه ځمکې غصبوی».
لاریون کوونکو چې د کابل – ګردیز لوی لاره تړلې ده وایې:« تر هغي به لاره د موترونو پر وړاندې خلاصه نکړي چې حکومت د هغوې وړاندیز ته مثبت ځواب ورنکړي».
لاریونوال چې مرګ پرغاصبینو شعارونه ورکوي حکومت یې ګواښ کړې چې ددوي اساسې وړاندیزونه (غصب سوي ځمکې د غاصبینو له منګولو خلاصول) باید ومنل شي.
د یادونې وړ دې چې د لوګر په ګدون داسې نور ولایتونه لکه لغمان، جلال آباد او مرکز کابل هم شته چي زورواکو او د ولسې جرګې ځینو غړو غصب کړي دي.

سپوژمې پوپل زی.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply