د عمران خان مسئله / ایمل جلال

comments 0

وايي چې «د طالب – امریکا ترمېنځ د خبرو اترو په بهیر کې طالبانو پنجابیان سېټ ته کړي دي. ځکه خو عمران خان نن په افغانستان کې د موقت حکومت د وړاندیز سره هڅه کوي چې د سولې خبرې سبوتاژ کړي!»
نه پوهېږم. یا خو سړی باید دومره احمق او فکري غلام شي چې ماغزه یې اجازه ورنکړي چې د خپل تاریخ حافظې ته مراجعه وکړي او یا دومره لوېدلی او بې ارزښته شي چې تش د غني سره د مخالفت لپاره د عمران خان له خبرو دفاع وکړي.
په ۱۸مه او ۱۹مه پېړیو کې د مرکزي دولتونو پر وړاندې د بغاوتونو د مخنیوي په موخه به پادشاهانو د اړوندې سیمې مشران د کورنیو سره مرکز ته را وغوښتل. دوی ته به یې ښه ژوند برابر کړ خوا اجازه به یې نه ورکوله چې له مرکزه بېرته خپلو سیمو ته لاړې شي. یعنې کورنۍ به یې ورته برمته کړې او د سر سړی به یې د رسمي مشر په توګه بېرته خپلې سیمې ته ولېږل. چې کله به هم د سړي په سر کې د بغاوت او شورش فکر راغی نو دلته په مرکز کې به یې د کورنۍ تر ټولو نازدانه غړی ورته ووژلو. بیا به کراره کراري وه.
زموږ په تاریخ کې دا چلند امیر عبدالرحمان خان هم کړی. د قطغن، جنوبي، کوهدامن او مشرقي د سیمو یو د یو زیات شمېر مشرانو کورنۍ یې په کابل کې مېلمنې کړې وې او مشران یې بېرته خپلو سیمو ته لېږلي و. دا چاره د مرکزي دولت د پیاوړتیا تر ټولو کامیابه تجربه وه.
په نړیوال سیاست کې په تاریخي لحاظ د طالب وجودي فلسفه د پاکستان پورې تړلې ده. له دې حتا پخپله طالبان هم انکار نشي کولای.
د طالب مشرانو ټولې کورنۍ، کاروبار، بزنسونه او اقامت په پاکستان کې دی. پر طالب باندې د پاکستان د غلامۍ په حقیقت د پوهېدلو لپاره د سیاست ماسټرۍ ته اړتیا نشته. بېسواده کس هم پورتني حقیقت ته په کتلو سره د طالب – پاکستان ترمېنځ د اړیکو په راز پوهېدلی شي.
په نړیوالو اړیکو کې ځینې داسې لانجې شته چې د حل کېدلو پر ځای یې نه حل کېدل د نړیوال سیاست په ګټه دي. یعنې د لانجې دوام ته په خپل ذات کې د یوې حللارې په سترګه کتل کېږي. مثلاً د اسراییلو- فلسطین لانجه، د هند – پاکستان لانجه، د چین – تایوان لانجه، د شمالي کوریا – جنوبي کوریا لانجه، د ارمنستان – آذربایجان لانجه …
په پورتنیو لانجو کې د هر هېواد ملتونه نور پدې قانع شوي دي چې دا لانجه نه حلېږي. دلته د ملتونو د تاریخ حافظه تل اپډېټ ساتل کېږي چې دا به ممکن تر قیامته پورې همداسې دوام مومي.
د افغانستان – پاکستان اړیکې هم همداسې دي. افغانستان هم لکه هند د پاکستان وجودي فلسفې ته ازلي او ابدي خطر دی. دا موضوع د پاکستان په بهرني سیاست کې د یو دوکتورین په محور کې ددې هېواد ملي‌امنیت ته د یو خطر په حیث مطرح ده. دلته یواځې د ډیورند او پښتونخوا مسئله هم مطرح نه ده. دا یې کوچني لاملونه دي. دلته د پاکستان د بقا مسئله ده. ځکه خو د پاکستان سیاست په اسلام آباد کې نه په لاهور کې ډیزانېږي. هلته اردو هرکاره ده او پاکستانیان پوهېږي چې د پیاوړې اردو پرته یې هېواد تجزیه کېږي.
د افغانستان په اړه د پاکستان دریځ د ۱۹۴۷کال راهیسې د پاکستان د تاسیس سره سم یو دی او تر قيامته به همداسې پاتې شي. دا سياست په افغانستان کې د یو کمزوري او لاسپوڅي نظام د جوړولو او دوام ستراتېژي ده. ځکه پاکستان نشي کولای چې په عین حال کې په جنوب کې له هند سره او په شمال کې له افغانستان سره په نظامي ډګر کې ښکېل شي. پاکستان خپله ستراتېژي په دوه برخو ویشلې ده. اردو یې له هند سره مبارزه کوي او استخبارات یې له افغانستان سره.
خلاصه د موقت حکومت مسئله د اشرف غني پورې اړه نه لري. هغه یو سپین ږیری افغان دی چې ممکن څو کاله نور ژوندی وي. مسئله د افغانستان د راتلونکې ده. هغه راتلونکې چې زما او ستا تقدیر ور پورې هم تړلی دی. اوس مو خوښه چې دې مسئلې ته له کومې زاویې کورئ.

Comments